Thursday, 3 April 2014

پښتو شعرونه

خو ولله که زړه مې غواړې، چې جانان دې رانه لاړ شې
خیر دی روح دې رانه لاړ شې، خیر دی ځان دې رانه لاړ شې




ځوانۍ دې رانه وخوړه لونګه ځوانیمرګه !
غنم غوندی ریبۍ می غنم رنګه ځوانیمرګه !
د چا دنګه ځوانۍ رانړوی په اسویلیو.
ښېرا دې په دعا واوړه ملنګه ځوانیمرګه !

مــنـم چـی مـا درنــه د زړه داغـــونــه پـــټ ســاتــلــی ¤
خــو زه مــجــبــور ومــه اشــنـا خـفـه كـولـولي مه نه*



د کليوالی مینی اور په زړه کی بل کړه زما
رومال راولیګه نامه ورباندی ګل کړه زما
پردی راوړې نه خپلیږی خو دا سوال کومه
خدایه بس دغه یو پردې راوړي خپل کړه زما
منصوره زه چي د خپل کلی نه وتم ویل یی !
درسره تلی نه شم خو یاد ځان سره مل کړه زما



په لار راځی په کار نه راځی څه ورسره وکړو ؟
یو کال کیږی چی یار نه راځی څه ورسره وکړو ؟
زه خوږ پیښور پریږدمه کابل ته پسی لاړ شم
جانان له نـنګرهار نه راځی څه ورسره وکړو. ؟




نازک لاسونه راته ونیسه دعا لپاره .
زه خو تر عمره مسافر یم بیا به کله راځم .
------------------------------------------

چیرته قیامت نه شی جانانه سترګی مه رپوه .
ستا د بڼو په سر زما د زړه دنیا پرته ده .
------------------------------------------------

څومره په مینه یي کتل چـــــــي زما خیال کی نه وه .
اوس چـــــــي می زړه ورپسـی درد کوی راګوری هم نه
-----------------------------------------------------

د کلی خان او جانان دواړه د رقیب سره شو
ساده زړګیه ! نور په دې کلی کی څه پاتی دي ؟
--------------------------------------------------



رحم په ما کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
کاته په غلا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

که شيش محل ورانول غواړې زلزله راوله
بس خو خندا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

قربان ، قربان مه کوه ځار دې شم ، بې زړه به شمه
بلا ، بلا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

د غنمنرنګو چم ته ځم چې رانه پرې نه وځي
راته دعا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

له خوشالۍ نه به پړک وچوي چې اقرار و نه کړې
سبا بېګا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم





زما ژوندون او زما سا خير دى که ووژلم
زما جانان زما اشنا خير دى که ووژلم
--
زما په خوله درته ښېرا قدرې هم نشي راتلى
زه دې ژوندون غواړمه تا خير دى که ووژلم





بلا بلا تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې
ځکه زما تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې

هر څه دې مړاوي وي خو اوس مې د زړګي د ګلاب
د غوړېدا تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې

ما وې که تا باندې هم کېناستل د مينې پېريان
ځکه مې دا تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې

ستا له ژړا نه قربان ستا له اوښکو وګرځمه
څه د خندا تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې ؟






ما څرنګه را ټول په څه هنر کړلو زړګی
تا وخندل او بېرته دې اوتر کړلو زړګی

هم ستا مینې خو لعل کړلو ګوهر کړلو زړګی
چې ما داسې په خپله رضا درکړلو زړګی

پخپله مې د عشق د لیونتوب په ورانو سر کړ
پخپله مې له ځان سره په شر کړلو زړګی

دغم بلا، بلا پيټي مې ټول کړل ور په شا
په ځان باندې مې دروند لکه د غر کړلو زړګی





اوښکې څه داسې چل په سترګو د جانان کې کوي
لکه واړه چې پټپټوڼی په باران کې کوي

ما د ټپې غوندې په غیږه د ژوندون کې و اخلي
ماته زما قصه په جار او په قربان کې کوي

د پښتنې مینې د زخم د ګلابه زار شم
چې تل ګلونه په فراق او په هجران کې کوي

یمه حیران دا دلته دومره خاموشي ولې ده
پاڼې که وچې هم شي شور خو په خزان کې کوي




موږ زړونــه خرڅــوو که څـوک یــی اخلـــي.
ښــکاره یی ګرځوو که څـوک یــی اخلـــي.
قیمـــت یـــی بـــس د ســـرو شونـــډو مســـکاه ده.
ګـــران یـــی نه بیـــعه کـــوو که څـوک یــی اخلـــي .






په كار او ژوند پسې زه څنګه له دوى مخــــه وكړم
تل مې د زړه كور كې يادونه ميلمانه چې ناست وي
+
ښايي دوى هم د چا ديدار لپاره شپـې روڼوي
ستوري اسمان كې ګرده شپه داسې راڼــه چې ناست وي




لمونځ مې یې کافر به شمه څنګه دې قضا کړم
راشه چې د خپل زړه په خلوت کې دې ادا کړم

ته د قدر شپه یې خو په شپو کې رانه ورکه
تا پسې به ډیرې اوږدې لنډې شپې رڼا کړم

زه هغه مجنون یم چې مې زړه خوره کیږدۍ کړ
ګورې به لیل ابه له وچ ډاګه را پیدا کړم

خاورې یم خو لمر به ترلاس ونیسم که خیروي
ستوری به شم پاس به له سپوږمی سره خندا کړم



په تورو شپو کی رانه ورک شوی .
د بل د غیږی شولی سپک شوی .
څومره چالاک څومره چابک شوی.
جانانه لاړلی اټک شوی.
نه دې نیوی شم نه دې خلاص له غمه شومه.




نـن می قسم وکړو چی داسی به دې هیرکړمه زه.
لکه چی ما چیرته په عمر کی لیدلی نه یی .
اوس که ناڅاپه هم زما مخی له راشی چری.
داسی به تېر شم لکه ما چی پیژندلی نه یی





یو څه ورک شوي لټوم په لاره
دا چې همداسې ځم راځم په لاره
ستا د کوڅې نه چې واپس شومه زه
پورته کیدم او را لویدم په لاره
تر تا چې درغلم نو نه ومه زه 
خدازده چې ولې ورکیدم په لاره
بیګاه مې زړه باندې څه چل شوی و
بېګاه له درده لړزیدم په لاره
ستا د نظر اثر څه بل شانتې و
چې ورکیدم پیدا کیدم په لاره
خپله شوخې چې به رایاده شوله
بیا به له ځانه شرمیدم په لاره





خـاموشــه شــپه غواړم چې يار پکــې خــبرې کــوي
چې څوک سنګسار او څوک په دار پکې خبرې کوي

دزړه په دښته مې راځه جامې لمدې واغونده
يوه غرمه غوندې انګارپکې خبرې کوي

تکميل دې نه کړمه نيمه شانې قيصه پاتې شوم
دا پاڼه ولوله پرهار پکـــې خبــرې کــوي

نورچې مې فکر هغه غواړي همغه پسې ځم
په هغو لارو ځم چې دار پکې خبرې کوي

په مشغولا،مشغولا خياله وايه چيرته مې وړې
ځو هغې خوا ته چې مې يار پکې خبري




څه عجيبه غوندې مې کار کړى دى
چې په قاتل مې اعتبار کړى دى

د انتظار اذيت زه پېژنمه
ما په کلونو انتظار کړى دى

راشه سپرلى دى چې ګلونه درکړم
لکه د زخم مې سينګار کړى دى





دا ستا حُسن دا ستا مينه مې موضوع ده
کوم عنوان، کومې کيسې نه خبر نۀ يم

هر يو غږ مې ستا د وصل د حصول دى
بلې چغې او نارې نه خبر نۀ یم



لکه شبنم چې ترمې ترمې شي د لمر مخې ته
داسې ملګرو ويلې کېږم د دلبر مخې ته

کمزورى زړه مې د اشنا د حسن تاب نه لري
چې مخامخ شي زه لاسونه ږدم اکثر مخې ته

نن ټوله شپه مې ستا د يادو وظيفه کړې ده
دا ستا تصوير به مې راوړه په تصور مخې ته

همځولو نن د هغه ښکلي د راتلو نېټه ده
ځکه خو اوړمه را اوړمه د ور مخې ته





له تانه زيات که بل عذاب نشته
اے محبته! ستا ځواب نشته

دا کوم پړاؤ د محبت دى ياره؟
سکون هم نشته، اضطراب نشته

مشکل به نۀ وي امتحان د مينې
چې يې مکتب نشته، نصاب نشته

د وخت لمن کې هم ازغي ازغي دي
زما په لاس کې هم ګلاب نشته





لا خو مې ارمان نۀ دى وتلى
زړۀ نه مې جانان نۀ دى وتلى

ما ويل چې يواځې پاتې شوى يم
چا ويل چې کاروان نۀ دى وتلى

ستا پۀ سپيناوي مې يقين راغى خو
زړۀ نه مې ګومان نۀ دى وتلى

سترګې مې دي تا پسې وتلې
سترګو نه مې ځان نۀ دى وتلى





ای د سپينې سپوږمۍ عکسه کۀ دې څومره کړمه هېره
بېا د زړۀ پۀ دروازه کې تۀ شې غلې غوندې تېره

محبت به خلکه څۀ کړم نوم يې هم اخيستې نۀ شم
دا غزلې هم ليکمه ټولو خلکو نه پۀ وېره

دا سلګۍ به مې شي کړېکې اسويلي به مې سور اور شي
تړمې اوښکې به سېلاب شي که مې زړۀ کړم را برسېره

پاس د هسک ستورو ته ګوره پلوشې د سپوږمۍ شمېره
د ناصر مومند زړګي کې لۀ دې مينه ده هم ډېره





جانانه ژوند دی چا ته ژاړم چا ته وخاندمه
تياره کې ناست يمه خپه، رڼا ته وخاندمه

ستا د ښايست قدر به ياره دومره بس وي که نه
چې ستا د هر ظلم بدل کې تاته وخاندمه 

د شپې شبنم غوندې ورېږم پر ګلونو باندې
سهارکې ستورى شم فاني دنيا ته وخاندمه

چې ماته ګوري لږ موسکۍ شي سترګې مړې واړوي
زړه کې مې پټ د جانان دې جفا ته وخاندمه

زموږ دکلي منځ ته راشي بل ته لاس ورکوي
له ډېره غمه د يار دې سزا ته وخاندمه





سپوږمۍ د ورځې لاس ته راشي رانه بېرته تښتي
لپه مې ډکه له ښکلا شي رانه بېرته تښتي

جانانه اوس چې توره شپه کې کله لار ورکوم
سترگې دې يادې کړم رڼا شي رانه بېرته تښتي

زړه کې مې ډېرې گيلې شته خو زړه مې تاسره دى
لږ څه مې ذهن کې پيدا شي رانه بېرته تښتي

دجانان وصل وي يوه شېبه بېلتون سر او کال
مياشت کې يو ورځ نيمه پخلا شي رانه بېرته تښتي

مړوند په سترگو باندې کېږدي چې حال ونه وايي
ماته راگوري په خندا شي رانه بېرته تښتي.





سترګې لېونۍ دي مينه هم کوي، شر هم کوي
زوړ زخم ګنډي ګرانه، خو نوى پرهر هم کوي

خداى زده چې ګل چين دى، که د ګل مالي يې وګڼم
وينم چې ګلونه رېژوي، ولې کر هم کوي

ماته يې په ژبه او په زړه کې لوي تضاد ښکاري
لاس مې په سر هم ږدي، خو سودا مې د سر هم کوي

څنګه خپل خاطر د يار په ستغو سپورو دروند کړمه
پټه پټه ما سره ياري د نظر هم کوي

ما په خپل کمال په يار بې حسه يار مئين کړلو
غرونه که د کاڼو دي، خو رنګ رنګ نښتر هم کوي





نظر مې حسن پسې داسې له لېمو ووځي
لکه رمو پسې شپونکى چې له بانډو ووځي

د څو يارانو له محفل نه داسې ووتمه
لکه ختلى تار د پېغلې له کمڅو ووځي

موږ بزدلان خو د ښايست د کور په شا تېرېږو
څله؟ ښېرې کوو چې "بېخ دې د تمبو ووځي"

چې د ملالې د ټپې پت يې ساتلى نۀ وي
هغه زلمي دې ټيټې سترګې له زلمو ووځي




د پلو خرپا يې له ما خوب وتښتوي تر سهر
دا يوڅوک ولې په کوڅه کې ځي راځي تر سهر؟

يوبل ته مسک شي غلي غلي خدايزده څه ووايي؟
راسره سترګې چې ټول ستوري جنګوي تر سهر

د زړه په بام مې د تڼاکو سپينې پېغلې ناستې
چمبې د څړيکو ښه په درز سره وهي تر سهر




صبر به کړم ښیری به نه کړم !
صبر صابر دی ځوانیمرګ به شی مینهء
او.
دنګه دې غاړه دنګه ونه !
شیرینه یاره په دیدن پسی دې مرمه




چې مې د خيال لمبې د حسن تراسمانه رسي
اوس مې دردونه په نغمو كې تر جانانه رسي

نن مې د غم په ښاركې اوښكو اعتكاف كړى دى
چې هر يو څاڅكى يې د ښكلو تر ګرېوانه رسي

ستړى كاروان، خونړۍ لاره، قتل شوى مزل
زړګيه وايه ! دا به څنګه تر آرمانه رسي




تا ته چی در ګورمه سترګی می رڼا شی!
تا چی څنګ کی وینمه ټول جهان زما شی!
موری,موری,موری ته زما هرڅه په خړه ځمکه یی!
ته زما ادی, یی ته زما ببو, زما ادکه, یی!
عمر دی ډیر شه تانه دې قربان ټوله دنیا شی!
تا ته چی در ګورمه سترګی می رڼا شی!




ځورېدلى زما ژوند دى کړېدلى زما ژوند دى
کله څوک ترېنه خبر دي چا ليدلى زما ژوند دى؟

زۀ به اوس هم څنګه خلکه د ژوندون تمه پيدا کړم
تورې خولې د بدبختۍ ته ور لويدلى زما ژوند دى

ما د ژوند پۀ هره لاره ځان تللى پۀ خپل بخت دى
هره تله د قسمت کې کم ختلى زما ژوند دى




خيالونه لېوني مې مشغولا راڅخه غواړي
په توره نيمه شپه کې خپل اشنا راڅخه غواړي

په دې نېسته نېستۍ اوقيمتۍ کې د خوبانو
شنې سترګې خو لا څه چې قد رسا راڅخه غواړي

سپين مخې او پۍ مخې چې يې لمر نه وي ليدلی
وفا خو پکښې شرط ده با حيا راڅخه غواړي

دا ټولې خو منم خو سخته داده يه ملګرو!
په خټه پښتنه ښکلې لېلا راڅخه غواړي





تورى د ښايست له انتسابه څخه وباسم
څنګه دې د مينې له کتابه څخه وباسم

نه دې يادومه، نه دې نوم اخلم له ځان سره
تا به زه د ژوند له هر حسابه څخه وباسم

څو به مضطربه په يادونو کې وسېږې ته
څنګه دې زړه خواره! له عذابه څخه وباسم




نۀ چې اوربل، نۀ دې نظر ته کښېني
په دې موسم کې سړى چرته کښېني ؟

داسې دې مخ ته ګورم نۀ مړېږم
لکه چې ژمي کې څوک لمر ته کښېني

د نظر تږي په ولاړه مړۀ شو
د اوبو تږي سمندر ته کښېني




سپوږمۍ ته ګورمه، ګلونه به څارم درپسې
زه مسافر يمه ملکونه به څارم درپسې

ته پټوه په تورو زلفو کې رڼا د رخسار
زه لېونى يمه دا غرونه به څارم درپسې

د قبر خاورې چڼوم ايرو کې ګوتې وهم
ته زما خوښ يې کنډرونه به څارم درپسې




زړۀ دى نو ارمان به خامخا لري
مينه او جانان به خامخا لري

ژوند کۀ خاورې خاورې دى په زمکه پروت
خيال د لوړ اسمان به خامخا لري

ګل هم په جنون د چا نه کم نۀ دى
خپل څيرې ګرېوان به خامخا لري





گل او گلستانه پورې ورسېد
درد مې تر جانانه پورې ورسېد

اور د ځمکې وريت کړمه لمبه يې کړم
دود مې تر اسمانه پورې ورسېد

ژوند هله د خوند رنگونه واخيستل
ژوند چې تر هجرانه پورې ورسېد




تۀ که تېره شوې زمانه يې هم
زۀ به دې ټول کلي ته ورياده کړم

زۀ به محبت له داسې رنګ ورکړم
هېر به دې د هر چا نه فرهاده کړم




په یارۍ زوړ سړی ځوانېږي
زه به ياري د ژڼو کړم چې ځوانه شمه

په یارۍ زوړ سړی ځوانېږي
زه د لالي په يارۍ ځوانه زړه شومه





ما د دردونو سودا وکړه د زخمونو ښار کی .
اوس به ډاډه ګرځمه ستا د ستمونو ښار کی.
ووایه نور د دینه لوی قربانی څه درکړم ؟
ځوانی می تاپسی لوګی کړه د اورونو ښار کی!




ستا سپوری زلفی زما وچی شونډی.
د دی وطن د بیوسۍ نـښې دی .
د لوی خیبر پر سینه تورې کرښې !
لکه د یار پر مخ پردې نـښې دی




هغه به مرګ راوسته ما به ژوند ته لاره ورکړه
د هغه خپله طریقه وه زما خپل انداز و
هغه غازی می په جنت کی چرته ونه لیده
چې ورسره د پښتانه د شهادت جواز و




ستا د نوم نه مې اغاز د ژوندانه دى
زما څۀ ښکلى اغاز د ژوندانه دى
ستا نظر که چا له هيڅ ندى نو نۀ دى
ولې ما له خو اعزاز د ژوندانه دى.




که هر څو لرې يم په څنګ کې دې جانانه نه يم
دا مې ايمان دی چې شېبه هم بې له تانه نه يم

لا پر اوربل زما پرتې دي د ککرو خاورې
هر څو که خوار افغانستان يم خو ارزانه نه يم




له ډېره درده مې قدم پر دغه لور اخيستی
چې د نفرت له کلي ليرې مې يو کور اخيستی

زه به تر څو درته د مينې فلسفه اوروم
ستا په فطرت کې د نفرت اورونو زور اخيستی




چـــــــې مې تندې کی ورلیــږلې مسافری ســــــجدې
هـــغـــه مســـجد کی مې رقیب او جانان دواړه وینم
څو به مې ستر ګی درلیــږ م د سپــــــیلنـــیـــــو ســـــره
تر سره سالو لاندې دې ټیک او پیزوان دواړه وینم





څنګه چې روڼ جبين مې پټ په نقابو کښې ساتم
داسې د مينې راز ،مې هم د زړه پردو کښې ساتم

اے د غمونـــو ډک دورانـــه اخر تيــر به شي ته
طمع د نوی سباؤن په تورو شپو کښې ساتم




دومره دردونه شو خواره چې کانړي هم نرموي
ستا په زړګي باندې يئ شوې اثر دې که نه دې؟

د نړئ جبر راخور شوې دې زما په خاوره
پښتون لاٰلې مې خدائ خبر چې خبردې که نه دې؟ 

پت مې پاللې په زړګي کښې ستا د زنې د خال
جانانه ګوره چې مې داغ په ځيګر دې که نه دې؟





پــریــده چـه سـوځــم ورتـه چــل مــی د یــاری ښـــودلو
... چــه پــه چــل پـوی شـو نـو پــه نـورو نورو سر شو جانان

لــکه دګــل یــی د اغــــــــزو فــطــــرت نـه څـــه خبــــر وم
څـــومــره چــه ښـکلـی وو نـو دومــره سـتمګر شو جانان





خپلې څهرې خو راته ځکه اشنا شوي نه دي
لا د وختونو په آئين کښې مو ليدلي نه دي

لا وزګار نه يو په خپل حال مو فکر نه دې کړې
مونږه تر اوسه خپل ځانونه پيژندلي نه دې




ستا په يادونو مې مشغول شو زړګې
اوس په کښې غم د سود او زيان نشته

خيالي عکسونو ترينه ټول وتلي
د زړه کعبه کښې مې بتان نشته




په زړه مــــــــــې ولـــــې راورېږې څه باران خــــــو نه يې
هسې مې درد راويښوې زمــــــــا درمـــــــان خو نه يې

د مــــــــخ په پاڼـه بــــه دې څـــــــه خوږه غزله ليک وي
سپينه کــــتابه يـــــادوم دې دومره ګــــــــران خو نه يې

ستــــا د ستـم د انــتــها به درتــــــه څــــــــــــه وايـــــمـه
د کــــــوم ظــــالم مــذهــب پيرو يې مسلمان خو نه يې

مـــــــا به بې وخــــته لېونی کـــــړې په اغــــزو به ګرځم
غېږ به رانه کـــــــړې ښکليه باغــــــــه بيابان خو نه يې






حيا يې پښتنه ده په حيجاب کښې ده نغښتلې
خاونده ته يې مه کاندې سرتوره لکه شپه

رانجه د ليونۍ مينې يې څکلي وؤ نشه وه
په غيږ کښې وه بې واکه را نسکوره لکه شپه





چې ستا د عشق د ګړنګو غرڅنی روغ پاتې دی
خود مې د هيلو په مړوند کې بنګړی روغ پاتې دی

وخته راړنګ کړه پرې نور هم د چا يادونه غرونه
لا خو کوي وړې سلګۍ لېونی روغ پاتې دی

مينه د زړه مې کړه شهېده وخت د عشق ګودر کې
په وينو سور ترې د يادونو منګی روغ پاتې دی




ستا په شان نه یم چې یې نه پېژنم
مینه کومه دا کار ښه پېژنم

په نوم زما دی خو سوچونه ستا کړي
لوې منافق دے زه خپل زړه پېژنم!
 





ډیره مود وشوه چی ته نه راځی جانانه.
څه باندی خفه یی څه قصور شوی له مانه.
ډیره موده وشوه چی دا ستا په انتظار یم.
اوس خو به دې غواړم په دعا کی د الله نه.




چی درته ګورم ویلی کیږم
نور پخپل ځان باندی پوهیږم
په خدای چی نیم نه پاتی کیږم
نور درته غاړه کی در لویږم
په دیدنونو ګوزاره نه شی مینه




بې له انتظاره نوره څه وکړمه
وسومه نګاره نوره څه وکړمه
ستا د ښکلي مخ په تماشه ومه
لاړمه تر داره نوره څه وکړمه




زه په سپرلی کی هم سپیره سپیره یم.
ته په خزان کی هم تازه تازه یی
زما دکلی ده وطن ښکلیه!
ماته هم چل د زندگی اوښایه!




په ما مین زما لالی مجبوریتونه لری .
باور مو وشه په الله مجبوریتون لری.
راځی قسم به درته وکړمه چی هیره یی نه یم .
خو بس دنیا ده هر سړی مجبوریتونه لری




یا به دې هسی زړګی بد وی .
یا به دې بل زما نه ښه موندی وینه.
بلا مودی وشوی رانغلی .
زه دې په اور د جدایی نیولی یمه!




چی ماشوم وم سو مره خه وه.........
نه می غم نه می ارمان وه.......
هیس خبر نه وم د زانه.......
نه می جان نه می جانان وه.....
سه یو خکلی شان جوندون وه......
هغه جوند کی می سکون وه.....
نه لیلا وه نه مجنون وه.......
نه غمازوه نه بیلتون وه.....
نه می غم نه می خادی وه.....
زما لویه باد شاهی وه......
چی ماشوم ووم سومره خه وه..





لاړو ! بیل شو ته په یوه لاړی او زه په بله .
لاری مو جدا شوی ستا خپله شوه او زما خپله .
خو د ژوند تر پایه په دی پوی نه شومه چی !
په تا کی داسی څه وه چی ما غوښتل ،
او په ما کی داسی څه نه وه چی تا غوښتل ؟





د وطن ترخی می خوراک وایی !
خوراک می نه وای د پردی وطن ګلونه.

په وطن سپوره ډوډۍ ښه ده !
نه په پردی وطن کی غوښی پولاونه.





قسم په خدای چی سم له زړه درسره مینه کوم
ته به یی نه منی خو زه درسره مینه کوم.
د زړه په هر یوه پرهر مې دا ستا نوم لیکلی
داسی خو نه چی تش په خوله در سره مینه کوم.





دا منمه چې ستا مینه په رښتیا ده
فیصله د لیوني زړګي جدا ده
څنګه درکړم د وفا تا له لاسونه
ما چې کړې د بل چا سره سودا ده





تسبیح د اوښکو ګرځوم د میني ذکر کوم
جانانه ســـــــــــــتا ښکلا ته فکر کوم
دتورو زلفو جانماز باندی تندي می ایښي
دشونډو فرض ادا کـــــوم د سترګو ویترکوم




عمر به دغسی خپل ډیر کړم
یو څه موده به دې پاک هیرکړم.
زړه به په پړو کی راګیرکړم
او یو کال به بل وطن کی تیر کړم
چی ستا د حسن دوران تیر شی رابه شمه





ته راجیګ سر په بلۍ که چي اختر شي
ما خوشحاله شین خالۍ که چي اختر شۍ
ډیر ګلونه مي هم تاته دي راوړي
ورته خلاصه دي زولۍ که چي اختر شي




سره له دومره پابندۍ، مینه کی دا ډیر ده.
کور یی ودان، چی شو موسکی خدای پامانی یی وکړه
ما فکر وکړلو په خپله ګناه پوه نه شومه.
چی ولې لاړ لکه پردی،خدای پامانی یی وکړه




هر وخت وایی در ځم خو دروغجن دی نه راځی. 
ملګرو خوږ اشنا می کبرجن دی نه راځی

هغه لکه غلمان په جنتونو کی اوسیږی!
زمونږه خو لمبه لمبه وطن دی نه راځی.



ځمه ترینه یار تاته ډالۍ ډالۍ !
ښکلی نـنګرهار تاته ډالۍ ډالۍ.

نور می پکی ډیر زړګی راتنګ شولو.
دا د ښکلو ښار تاته ډالۍ ډالۍ.

ځمه درنه یاره بېرته نه راځم .
ستړی انتظار تاته ډالۍ ډالۍ!


غمه راځه غاړه غړئ چی سره څنګ په څنګ شو.
ته هم زما یی چی زما له ژوندانه نه نه ځی.
بس کړه زړګیه نور یواځې تګ ته ملا وتړه .
قسم دې کړی یو قدم بې له هغه نه نه ځی.




دیدن دې را پیرزوکړه په ډالۍ د سترګو توره .
نیولی می نـن تا ته ده جولۍ د سترګو توره.

هر شرط دې په سر سترګو نازولی یی پوهیږم!
وریښمن زلفی می ږدم درته ګیډی سترګو توره

















1 comment:

  1. دا شعر د چا دی؟
    یواځی زه نیم چی زره می

    ReplyDelete